کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو د هغو پروازونو د بیا پیل اعلان کړی، چې د ایران په ځینو هوايي ډګرونو کې د عملیاتي محدودیتونو له امله ځنډول شوي وو.
ایران وروسته له هغې په ځینو هوايي ډګرونو کې الوتنې وځنډولې، چې اسراییلو ګواښ وکړ چې د تهران لخوا پر دغه هېواد د بالستیک توغندیو برید به بې ځوابه نه پریږدي.
اېرنا خبري آژانس د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د ویاند په حواله خبر ورکړی، چې د عملیاتي محدودیت له لرې کېدو سره د پروازونو محدودیت لغوه او پروازونه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي.
په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د هوايي چلند امنیتي ادارې د اروپايي هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د اکتوبر تر ۳۱مې پورې دې د ایران له هوايي حریم څخه لرې پاتې شي.
دغې ادارې همداراز ویلي چې روان وضعیت یې تر څار لاندې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/