معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایټالیا په سواحلو کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې

د ایټالیا په سواحلو کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي۵ نېټه):
د اېرنا خبري آژانس د خبر له مخې د ایټالیا په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې شاوخوا ۲۰ تنهکډوال ډوب شوي دي.
دغه آژانس زیاتوي، دغه کډوال په یوې وړې کښتۍ کې سپاره وو، چې په مدیترانې سمندر کې ډوب شوي.
په سمندر کې کب نیوونکي پر دې توانېدلي چې ۳۴تنه کډوال په اوبو کې له ډوبېدو څخه وژغوري، چې اته مېرمنې او شپږ ماشومان هم په کې شامل دي.
د ایټالیا د حکومت ساحل ساتونکو د ورکو شویو کسانو د پیدا کېدو لپاره هڅې پیل کړې دي.
د ایټالیا حکومت ویلي، چې د روان زېږدیز کال له پیله بیا تر اوسه ۳۶زره او ۶ سوه کډوال دغه هېواد ته دننه شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس