معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بامیانو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له کمښته شکایت کوي

د بامیانو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له کمښته شکایت کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیانو پنجاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د روغتیايي مرکزونو له کمښته شکایت کړی.

ځایي مېشتو ویلي، چې په دغه کلیو کې د روغتیايي مرکزونو د کموالي له امله د زېږون پر مهال یو شمېر میندې او یا یې هم اولادونو ژوند له لاسه ورکړی.

د دې سیمې اوسېدونکو په وینا روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او له همدې امله ډېری وخت ناروغان د درملنې په موخه د څارویو په وسیله نورو روغتیايي مرکزونو ته لېږدوي.

پنجاب یوه غرنۍ ولسوالۍ ده، چې لرې پرتو سیمو کې یې د روغتیايي مرکزونو کمښت او د ناروغانو په ځانګړي ډول امېندوارو مېندو لېږدولو اسانتياوو نشتوالي خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي.

د بامیانو عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا د پنجاب اوسېدونکو ستونزې تاییدوي او ژمنه کوي چې له مرکز سره په همغږۍ به دغو سیمو کې خپل روغتیایي خدمات پراخ کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس