معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بحران نړیواله ډله وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ډله ییز وېستل به سیمه بې ثباته کړي

د بحران نړیواله ډله وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ډله ییز وېستل به سیمه بې ثباته کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۳ مه نېټه):
په داسې حال کې چې پاکستاني حکومت له دغه هېواده د یو نیم میلیون بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو لړۍ ته په چټکۍ سره دوام ورکړی، د بحران نړیوالې ډلې ويلي، چې د افغان کډوالو ډله ییز وېستل به په سیمه کې بې ثباتي راولي.
نوموړې ډله چې په نړۍ کې د روانو بحرانونو په اړه څېړنې کوي، په خپل تازه راپور کې لیکي، پاکستان بحران ځپلي افغانستان ته د میلیونونه افغان کډوالو د ستنولو بهیر به په سیمه کې بحران لا پسې پراخ کړي.
دغې ډلې د امریکا په ګډون له هغو هېوادونو چې پر پاکستان نفوذ لري، غوښتنه کړې، چې اسلام آباد له دې پلان څخه لاس اخیستلو ته وهڅوي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې پر افغانستان د اوسني حکومت واکمنېدو سره په پاکستان کې بریدونه زیات شوي، خو د افغان حکومت مرکزي ویاند ویلي، چې دوی په پاکستان کې د امنیت ټینګولو مسوولیت نه لري او پاکستانی حکومت دې خپله خپل امنیت وساتي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس