معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بدخشان – تخار لاره د واورې ډېر اورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړلې

د بدخشان – تخار لاره د واورې ډېر اورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړلې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نن سهار راهیسې د فېض آباد ـ کشم لاره چې تخار له بدخشان سره نښلوي، د واورې ډېر اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د خبر پر بنسټ، د واورې ډېر اورښت په دریو ځایونو کې سړک ویجاړ کړی او دغه لار یې په تلو – راتلو کې له خنډ سره مخ کړې ده.

ځايي مسوولین وايي، هڅه کوي چې یاده ستونزه هر څه ژر حل او دغه لاره بېرته د تلو راتلو پرمخ پرانیزي.

سږ کال ژمي کې له اوږده ځنډ وروسته نن درېیمه ورځ ده، چې د هېواد په ټولو ولایاتو کې د بارانونو او واورو اورښت پیل شوی دی.

.ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس