معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د بریټانیا ځینو افغان مېرمنو ته د ماسټرۍ وړیا بورسونه ورکړل

د بریټانیا ځینو افغان مېرمنو ته د ماسټرۍ وړیا بورسونه ورکړل

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۱۶مه او د اپرېل ۵مه نېټه ده) د بریټانیا منچستر پوهنتون ۱۵ افغان مېرمنو ته د ماسټرۍ وړیا بورسونه ورکړي دي.
دا هغه افغان مېرمنې دي چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو له هېواده وتلې دي.
د منچستر پوهنتون د پوهنې د ماسټرۍ د پروګرام مشر الکساندر ګاردنر مکتاګرټ ویلي د افغان مېرمنو د لېوالتیا، په ځان باور او د انګلیسي ژبې له زیات مهارته خوښ دی.
په منچستر پوهنتون کې د ماسټرۍ اکثر پروګرامونه د کال شااوخوا ۳۰ زره ډالره لګښت لري، خو دا پوهنتون وايي چې ۱۵ افغان مېرمنو ته په وړیا توګه درس ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس