کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات صنایعو او کانونو خونې مسوولینو ويلي، چې د ایران وارداتي برېښنا په پرې کېدو او کمېدو سره د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي تولیدات ۸۰ سلنه کم شوي دي.
د دې خونې د مسوولینو په وینا د برېښنا نشتون له امله ډېری تولیدي کارخونې له فعالیته لوېدلي.
اخوا د هرات د برېښنار ریاست هم مني، چې ایران هېواد دغه ولایت ته وارداتي برېښنا کمه کړې او کله ناکله ان په بشپړ ډول پرې کیږي.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې ويلي، د هرات صنعتي ښارګوټي کې څه د پاسه ۸۰۰ تولیدي کارخونې فعالیت کوي، چې د برېښنا په پرېکېدو سره ۸۰ سلنه کارخونې له فعالیته لوېدلې دي.
د دې خونې د شمېرو له مخې د صنعتي کارخونو د فعالیتونو په ځنډېدو سره نږدې ۵۰ زره کارکوونکي هم وزګار شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/