معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د برېکس سرمشریزه نن د روسیې په کازان ښار کې پیل شوه

د برېکس سرمشریزه نن د روسیې په کازان ښار کې پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د برېکس په نامه د برازیل، روسیې، هند، چین، او سوېلي افریقا ټولنې سرمشریزه نن د روسیې د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان کې پیل شوه.

د خبر پر بنسټ دغه سرمشریزه به دوه ورځې دوام وکړي. روسي رسنۍ وايي، ولسمشر ویلادیمیر پوتین به په دې غونډه کې پر خپله هغه ادعا ټینګار وکړي، چې وايي دا ټولنه د لوېدیځ پر وړاندې د نړیوال واک یو داسې انډول دی، چې ورځ تر بلې لوېدونکی دی.

برېکس ټولنه په ۲۰۰۶ کال کې څلورو هېوادونو برازیل، روسیې، هند او چین رامنځته کړه چې وروسته په ۲۰۱۰ کال کې سوېلي افريقا هم ورسره یو ځای شوه.

دغه ټولنه په دې نیت جوړه شوه چې د نړۍ د لویو مخ پر ودې هېوادونو سیاسي او اقتصادي ځواک سره یو ځای شي، چې په نړیوال اقتصاد او سیاست کې د لوېدیځ د بډایو هېوادونو رول او نفوذ چیلنج کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس