معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بغلان تولیدي فابریکې درېیم توربین جوړ او آزمایښتي فعالیت ته چمتؤ شو

د بغلان تولیدي فابریکې درېیم توربین جوړ او آزمایښتي فعالیت ته چمتؤ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۵ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت ځایي مسوولینو ويلي، چې د افغانستان برېښنا شرکت په پر لپسې هڅو د بغلان برېښنا ځايي تخنیکي ټیمونو د تولیدي فابریکې درېیم توربین جوړ او آزمایښتي فعالیت ته چمتؤ شو.
د بغلان د برېښنا رییس ویلي، چې په دوهم بند کې د برېښنا د تولیدي فابریکې درېیم توربین ته د ۲ زره ۹۱۲ لېټره د اړتیا وړ آئیل ور اچولو سره دغه توربین په آزمایښتي ډول چالانولو ته چمتؤ شو، چې په فعالېدو سره به یې تر یوه برېده پورې بغلان کې د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.
دوی زیاتوي، چې دا توربین د درې میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې په دې سره به د بغلان په دوهم بند کې د تولیدي برېښنا ظرفیت نهه میګاواټو ته لوړ شي.
مسوولین ټينګار کوي، چې یاد توربین د بغلان برېښنا شرکت د فني کارکوونکو له لوري جوړ او په آزمایښتي ډول ګټې اخیستنې ته چمتؤ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس