معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بلخ والي افغانستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي سره کتلي

د بلخ والي افغانستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بلخ سرپرست والي په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مشر لیونارد زولو او مل پلاوي سره کتلي دي.
د خبر پر بنسټ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر لیونارد زولو شمال زون کې د ملګرو ملتونو اړوند د ټولو ادارو د ترسره شویو، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات له سرپرست والي سره شریک کړي او ویلي یې دي، چې دغه اداره له افغانانو سره ګډ کار کولو ته پوره ژمنه ده.
خبر زیاتوي، چې د یادې کتنې پر مهال شمال زون کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشرې لاچین منسوا ویلي، د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې له ګډوالو سره د نغدي مرستو، د کورونو جوړولو، روغتیا او تعلیمي بنسټونو په جوړولو کې عملاً کارونه دوام لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس