معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بلوچستان اورګاډي پېښه کې افغانستان او هند دواړو د پاکستان ادعاوې رد کړې

د بلوچستان اورګاډي پېښه کې افغانستان او هند دواړو د پاکستان ادعاوې رد کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تر هغه وروسته چې افغانستان د بلوچستان د اورګاډي پېښې په اړه د پاکستان حکومت ادعاوې “غیر مسوولانه څرګندونې” وبللې، تېره ورځ د هند حکومت هم د پاکستان تورونه په کلکه رد کړل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د جمعې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، پر هند د پاکستان له لوري لګول شوي بې بنسټه تورونه ردوي.

د ده په وینا ټوله نړۍ پوهیږي چې د نړیوالې ترهګرۍ ځاله چېرې ده؟

د دوی په خبره پاکستان دې د خپلو کورنیو ستونزو او ناکامیو پړې پر نورو نه اچوي او خپل ګرېوان ته دې سر ټیټ کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې پاکستان د بلوچستان اورګاډي پېښه کې پر افغانستان او هند باندې د لاس لرلو تور پورې کړ.

بلوڅ بېلتون غوښتونکو په يوې تازه اعلاميې کې ويلي، چې پاکستان حکومت ته يې د ټاکل شوي ۴۸ ساعته ضرب الاجل پوره کېدو سمدستي وروسته یې ټول ۲۱۴ برمته شوي کسان ووژل.

د بلوڅانو غورځنګ وياند جنيد بلوڅ ويلي، لا هم د دوی او پاکستاني پوځيانو ترمنځ جګړه روانه ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس