معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بلوچستان په یوه کان کې د وژل شویو اوو افغانانو جسدونه خپلو کورنیو ته وسپارل شول

د بلوچستان په یوه کان کې د وژل شویو اوو افغانانو جسدونه خپلو کورنیو ته وسپارل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې بلوچستان کې یې د یوه کان پر کارکوونکو وروستي برید کې د وژل شویو اوو تنو افغانانو جسدونه خپلو کورنیو ته وسپارل.

خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغو اوو تنو درې یې پاکستان کې کډوال وو، چې جسدونه یې کویټه کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

دغه سفارت د پاکستان پر چارواکو غږ کړی، چې د یادې پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس