معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د بنګلدیش وروستی بدلون؛ پر سیمه او پر ګاونډیانو یې اغېزې!

د بنګلدیش وروستی بدلون؛ پر سیمه او پر ګاونډیانو یې اغېزې!

د آسیا د لویې وچې په جنوب کې د بنګله دېش هېواد لومړۍ وزیرې مېرمن “حسینه واجد” وروسته تر دې چې له پراخو ولسي احتجاونو سره مخ شوه، خپله ۱۵ کلنه واکمني پرون د دوشنبې پر ورځ ( د اګست په پنځمه نېټه) پرېښوده او له هېواده وتښتېده.

بنګله دېش په جنوبي آسیا کې یو فقیر هېواد دی چې په نړۍ کې د اتم ډېر نفوس درلودونکي هېواد په توګه هم پېژندل کېږي، شا او خوا ۱۴۸,۴۶۰ کیلومتر مربع مساحت او ۱۶۳ میلیونه نفوس لري. دغه هېواد په لوېدیځ، شمال او ختیځ کې له هند سره او په سویل ختیځ کې له میانمار سره ځمکنۍ پولې لري، سویل ته یې له بنګال خلیج سره یو ساحل شته.

که څه هم له بریتانوي هند څخه په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې د پاکستان په نامه د یوې جلا سیمې د را بېلېدو پر وخت بنګلدیش د اکثریت مسلمانو وګړو د درلودلو له امله د پاکستان د خاورې یوه برخه وګرځېده خو وروسته بیا د ۱۹۷۱ زېږدیز کال د مارچ په میاشت کې یې له پاکستان څخه هم خپلواکي واخیسته او د آسیا په سویلي برخه کې د یوه خپلواک ملک په توګه په رسمیت وپېژندل شو. بنګلدیش له پاکستان څخه تر بېلېدو وروسته بیا تر نن پورې د هند او پاکستان او نورو سیمه ییزو او نړیوالو قوتونو د رقابتي لوبو او سیالۍ ډګر ګرځېدلی او له همدې امله تل له نا آرامۍ او ګډوډۍ سره مخ دی.

په بنګلدیش کې وروستي احتجاجونه او نا آرامۍ که څه هم د پخوا په شان هلته د دوه ګاونډیو ملکونو (هند او پاکستان) د رقابت پایله ښکاري او که هلته هر ډول سیاسي او پوځي بدلون رامنځ ته کېږي هم د سیمې پر هېوادونو په تېره بیا پر هند او پاکستان به بې اغېزې نه وي، دا بیا بېله خبره ده چې بنګلدېش خپله د ګاونډیو د دې منفي سیاسي سیالیو او رقابتونو ډګر ګرځېدلی او تل یې په نا آرامیو او هله ګوله سر دی.

بنګلدیش د پاکستان له هېواده تر خپلواکۍ اخیستو را وروسته تل له کورنیو ستونزو او ناخوالو سره مخ دی او غریب او بیچاره ولس یې له فقر، غربت او ناخوالو کړېږي، تر څنګ یې د دې هېواد سیاسي برخلیک هم د آسیا په جنوب کې د پراته یوه فقیر هېواد په توګه تل د هند او پاکستان د منفي رقابتونو ښکار دی.

د بنګلدېش سیاسي برخلک هم تر ډېره حده د پاکستان په څېر دی او د پوځ تر نېغې سرپرستۍ لاندې د څو مشهورو سیاسي کورنیو په منګولو کې ښکېل دی او دلته هم د دې فقیر هېواد دوه مشهورې سیاستوالې مېرمنې “حسینه واجد” چې د بنګلدیش د بنسټ اېښدونکي مجیب الرحمن لور ده او پرون یې د واک په پرېښودو سره هند ته پناه یوړه او ورسره په رقابت کې د “خالده ضیاء” دي چې کله یوه او کله بله، پر دغه بې وزله هېواد واکمني کوي.

دا چې د دې بې وزله او وروسته پاتې هېواد دغه سیاسي اړو دوړ او بیا د سیاستوالو مېرمنو پدې رقابت کې د پوځ وردانګلو ډرامه به تر کومه دوام وکړي او هلته به حالات د کوم اړخ په ګټه تمام شي اوږده بحث او څېړنې ته اړتیا لري، خو هغه څه چې دمګړۍ له دغه سیاسي کشمکش څخه په ډاګه دي دا دي چې بنګلدېش د یوه اسلامي ملک په توګه چې وګړي پر بې وزلۍ، او فقر سربېره له ګڼو نورو کړاونو سره لاس او ګرېوان دي، له پاکستان څخه تر بېلښت وروسته تل د سیاسي اړو دوړ او نا آرامیو سره لاس او ګرېوان دی.

اصلي غمېزه دا ده چې دا یوازې بنګلدیش هم ندی چې مسلمان وګړي یې له دا ډول برخلیک او د ګاونډیانو د سیاسي او پوځي رقابتونو سره لاس او ګرېوان دي، دغه ډول ناورین نن د نړۍ د اکثره اسلامي ملکونو او ملتونو په برخه دی او ټول اسلامي امت له یو ډول ناخوالو سره لاس او ګرېوان دی چې د دې غمېزو اصلي ریشه او جرړه هم که را وسپړو، نو په تأسف د غیر اسلامي هېوادو تر څنګ په خپله مسلمان هېوادونه هم پکې دخیل دي.

نن که یوې خواته د نړۍ مسلمانان د خپلې لومړۍ قبلې او نیول شوي فلسطین په ویر کې ناست دي، نو بل اړخ ته متأسفانه په خپله د ځینو اسلامي هېوادو د نا اهله حاکمانو له لاسه په خپل منځي په ناخوالو او کړاونو هم اخته دي. همدا رنګه پدې تړاو د سیمي په کچه د اسلامي هېوادونو او مسلمانو ولسونو تر منځ د نفاق، نا آرامیو او بدمرغیو اور ته په لمن وهلو کې زمونږ د ګاونډي پاکستان ونډه هم ښه غوښنه او د پاملرنې وړ ده.

اما د دې ټولو سره سره په ټوله کې د بنګلدېش وروستي حالات د سیمې او ګاونډ ځینو هېوادونو او په تېره پاکستان ته دا پیغام هم له ځان سره لري چې که د ولس د صبر او زغم کاسه ډکه شي نو بیا نه د پوځ پرواه کوي او نه د ګوډاګیو حکومتونو او د پښتو ژبې هغه مشهور متل دی چې ” د ولس زور د خدای زور دی” ! والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس