کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بنګلدېش مخکنۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې ویلي، که چېرې یې امریکا ته هوايي پوځي اډې ورکړی وای، اوس به پر خپلې دندې پاتې وه.
له واک څخه د حسينه واجد له لرې کېدو وروسته دا د هغې لومړنۍ څرګندونې دي، چې د امريکا اړوند يې کوي.
هندي رسنیو ویلي، چې حسینې واجد خپلو پلويانو ته په يو پېغام كې ادعا كړې، چې امريكا غواړي د بنګال په خليج كې تسلط ترلاسه کړي او د سېنټ مارټن جزيره کې پوځي اډه جوړه کړي.
نوموړې زیاته کړې، چې د جزيرې واک يې امريکا ته نه دی سپارلی او په خبره یې که د جزيرې واک او د بنګال پر خلیج تسلط یې امريکا ته ورکړی وی، اوس به هم لومړۍ وزيره وه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/