معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت تر پخوا نور هم لوړ شوی

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت تر پخوا نور هم لوړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۸ نېټه):
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویلي، چې د کابل په بازارونو کې اوسمهال یو ډالرو په څه کم ۸۵ افغانیو پلورل کیږي، چې دا د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت زیاتوالی ښیي.
د دوی په خبره د افغانیو ارزښت نه یوازې د ډالرږ بلکې د نورو اسعارو پر وړاندې هم لوړ شوی دی.
په کابو دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې یو ډالر د ۸۵ افغانیو معادل کیږي.
د صرافانو ټولنه د افغانستان بانک له لوري د ډالرو لیلام او افغانیو ته د تقاضا زیاتېدل د ډالر پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدو دوه عمده لاملونه ګڼي.
بل لور ته د اقتصاد وزارت ویلي، سرپرست حکومت توانیدلی دی چې د صادراتو په زیاتولو، د ډالرو د قاچاق په مخنیوي او اسعارو ته د تقاضا په مدیریت سره د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ وساتي.
هېره دې نه وي چې د افغانستان بانک نن هم د افغانیو ارزښت ساتلو په موخه ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس