کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایو یونګ سره کتلي.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو مسایلو خبرې شوي.
د چین ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري.
یوشیایو یونګ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست پر ګډون ټینګار کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/