معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۶ نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي مسوولینو رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ تېره ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌آباد ته تللی دی.
د دغې وزارت مرستیال ویاند ویلي، چې وزیر به په‌ دې سفر کې د افغانستان او پاکستان دوه اړخيزو سياسي_تجارتي اړيکو، سيمه‌ ييز ثبات او ټرانزيټ په اړه پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.
د دوی په وینا د بهرنيو چارو سرپرست وزیر به د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي او د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيران به دوه اړخيزې خبرې هم ولري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس