معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بودیجې کمښت له امله هېواد کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستې محدودې شوي

د بودیجې کمښت له امله هېواد کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستې محدودې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام WFP په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، د بودیجې د کمښت له امله نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې له ۱۱ میلیونه ډېرو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

یادې ادارې اندېښنه څرګنده کړې، چې دا ۱۱ میلیونه افغانان د می له میاشتې نیولې تر اکتوبر پورې د دوی له مرستو محروم شوي دي.

دغې ادارې زیاته کړې، چې په افغانستان کې اړمنو سره د مرستو په خاطر د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۶۷۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

بل لور د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا بیا ویلي، چې روان زېږدیز کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس