معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بښنې نړیوال سازمان بیا ځل له پاکستانه د افغان کډوالو د نه ځورولو غوښتنه کړې

د بښنې نړیوال سازمان بیا ځل له پاکستانه د افغان کډوالو د نه ځورولو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په سملاسي ډول دې دغه هېواد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو خپلسره نیول او ځورول بند کړي.
په راپور کې راغلي،‌ چې‌ له دوی ډېر افغانان په عادي‌ ویزو پاکستان ته تللي او هلته یې اوس د کډوالو په توګه د ثبتېدو پروسه پام وړ ټکنۍ ده.
د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان مرستیالې مشرې دینوشیکا دیسانایکه ويلي، دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ته اړین نړیوال پام نه ور اوړي.
هغې زیاته کړې چې دغه افغانان اوس له داسې ناممکن وضعیت سره مخامخ دي، چې نه پاکستان کې د پاتې کېدای شي او نه هم بېرته خپل هېواد ته ستنېدای شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس