معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بښنې نړیوال سازمان وایي، پاکستان له افغان کډوالو سیاسي ګټه اخلي

د بښنې نړیوال سازمان وایي، پاکستان له افغان کډوالو سیاسي ګټه اخلي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بښنې نړیوال سازمان په یو بیان کې ویلي، چې پاکستان له لکونو افغان کډوالو څخه د سیاسي اهدافو لپاره کار اخلي.
دغې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو نیول، خپل هېواد ته د هغوی جبري ستنول او د دوی پراخې ځورونې دې بندې کړي.
د سازمان بیان کې راغلي، چې لږ تر لږه په اوو توقیف ځایونو کې نیول شویو افغان کډوالو ته د مدافع وکیل د لرلو او له خپلو کورنیو سره د لیدلو قانوني حقوق هم نه دي ورکړل شوي.
دې وروستیو کې پاکستاني حکومت له خپلې خاورې د لکونو افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیل کړې، چې ګڼ شمېر یې افغانستان ته ستانه شوي او اوس هم دغه لړۍ روانه ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس