معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بګرام په اړه د ټرمپ څرګندونو ته افغان حکومت غبرګون ښودلی

د بګرام په اړه د ټرمپ څرګندونو ته افغان حکومت غبرګون ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، بګرام هوایي اډه دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو په واک کې ده.

مجاهد د اېکس خواله رسنۍ د سپېس پروګرام له لارې ویلي، د امریکا له لوري د بګرام اډې بیا نیول یو خوب او خیال دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د اشغال له وخته پاتې وسلې او تجهیزات د افغان حکومت غنیمت دي او هېچا ته به بېرته ور نه کړل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې که څوک یې غوښتنه وکړي، پر همدې وسلو به ځواب ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه، چې بګرام اډه چین ته سپارل شوې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس