کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پاکستان پوځ د استخباراتي ادارې یا ISI له مشر جنرال عاصم ملک سره د دوشنبې ښار کې کتلي.
د تاجکستان حکومتي سرچینو او پاکستاني رسنیو د دې ملاقات په اړه راپورونه خپاره کړي، چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا او د سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې کړي.
په دې کتنه کې د سیمې پر امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ ضد همکارۍ، د سولې او ثبات پر ټینګښت او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی.
پاکستاني رسنیو ویلي، د ملاقات پر مهال د تاجکستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي معلوماتو شریکولو او د سرحدي امنیت د ښه والي په برخه کې هم خبرې – اترې شوې دي.
د دې ملاقات موخه د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او د سیمې امنیت ټینګښت لپاره ګډې هڅې ښودل شوي، چې د دواړو لورو لخوا یې هرکلی شوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/