معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکمنستان د رېل پټلۍ ادارې یوه پلاوي هرات ته سفر کړی

د ترکمنستان د رېل پټلۍ ادارې یوه پلاوي هرات ته سفر کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکمنستان د رېل پټلۍ ادارې یوه پلاوي د تورغنډۍ بندر د رېل پټلۍ د پراختیا په موخه هرات ته سفر کړی.

د مسوولینو په وینا دغه پلاوي د یاد ولایت له سرپرست والي سره په کتنه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو مسلکي ډلې به په دې برخه کې خپلې ارزونې پیل کړي.

د ترکمنستان د رېل پټلۍ ادارې عمومي رییس آزاد عطا مرادوف ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو او د تورغنډۍ بندر رېل پتلۍ د تم‌ځای پراختیا ته لېواله دی.

د ځایي مسوولینو په خبره د هرات والي هم ترکمنستاني پلاوي ته ویلي، چې افغانستان د تورغنډۍ د رېل پټلۍ او د دغې رېل پټلۍ د ‌تمځای پراختیا ته چمتووالی لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس