معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکیې د معارف بنسټ غواړي چې هلمند او خوست کې ښوونځي جوړ کړي

د ترکیې د معارف بنسټ غواړي چې هلمند او خوست کې ښوونځي جوړ کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت د پوهنې وزير کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتلي.
خبر زیاتوي چې دغه لیدنه کې د سرپرست افغان حکومت د پوهنې وزیر د ترکیې او افغانستان ترمنځ ټينګو اړیکو په اشارې سره په افغانستان کې د ياد هېواد تعليمي خدمتونه ستايلي دي.
د دواړو لورو تر منځ په دې لیدنه کې د ترکیې سفیر ويلي، چې د افغانستان په اتو ولايتونو کې ۴۵ ښوونځي لري او په نږدې راتلونکې کې غواړي، چې په هلمند او خوست ولايتونو کې هم ښوونځي فعال کړي.
سفر زیاته کړې، هېواد یې هڅه کوي چې د ښوونځیو د فعالولو بهير د افغانستان ټولو ولاياتو ته وغځوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس