معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکیې سمندري ځواکونو ۳۲ افغان کډوال نیولي

د ترکیې سمندري ځواکونو ۳۲ افغان کډوال نیولي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې انادولو آژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د ترکیې سمندري ځواکونو ۳۲ افغان کډوال د اژه سمندرګي په شمالي څنډه کې نیولي دي.

د راپور پر بنسټ سمندري ځواکونو دا افغان کډوال له یوې ربړي بېړۍ نیولي، چې ۱۶ تنه ماشومان هم په کې شامل دي.

د مسوولینو په وینا نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي دي.

ډېری افغان کډوال په قاچاقي توګه د ترکیې له ځینو ساحلي سیمو د اژه سمندرګي له لارې په وړو او غیر معیاري بېړیو کې د یونان ټاپوګانو ته د رسېدو په موخه ځانونه په خطر کې اچوي، چې له امله یې هر کال د سلګونو هغو کډوالو د مړینې او ډوبېدو راپورونه ورکول کیږي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس