معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکیې مخابراتي شرکت لخوا خپل هېواد کې تویټر وتړل شو

د ترکیې مخابراتي شرکت لخوا خپل هېواد کې تویټر وتړل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۰ مه نېټه):
وروسته له هغې چې ترکیه کې له زلزله ځپلو سره د ژغورنې او مرستې رسولو په برخه کې د ترکیې د حکومت پر کمزوري فعالیت ټویټر کې انتقادونه زیات شول، د دغې هېواد د مخابراتي شرکت له لوري ترکیه کې د ټویټر فعالیت وتړل شو.
تر اوسه معلومه نه ده چې د ټویټر دا تړل به دایمي وي، که موقتي بڼه به ولري.
بل لور یو شمېر داسې راپورونه هم لاس په لاس شوي چې ګنې پولیسو نږدې ۱۸ کسان د دغه هېواد پر ولسمشر رجب طیب اردوغان باندې تر تندو نیوکو وروسته نیولي دي.
اردغان د زلزلو له امله د ملي ماتم ترڅنګ د هېواد په لسو ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
وروستي راپورونه وایي چې د دغو زلزلو له امله ترکیه او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۲ زره کسانو څخه اوښتی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس