معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم دروازې تړلو له امله سوداګرو ته یو میلیون ډالره زیان رسېدلی

د تورخم دروازې تړلو له امله سوداګرو ته یو میلیون ډالره زیان رسېدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د تورخم دروازې تړلو او دوام یې د کابل او اسلام آباد سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې شمېرې ښيي، چې په وروستیو پنځو ورځو کې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته یو مېلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.
د دې خونې رییس خان‌ جان الکوزی زیاتوي چې د صادراتو پر زیانمېدو سربېره، د پاکستان له لارې ټرانزیټ هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
بل پلو، یو شمېر سوداګر وایي، چې اوسمهال تازه مېوه او سابه تر ډېره پاکستان ته صادریږي، چې د تورخم بندر لارې تړل کېدو اندېښمن کړي دي.
بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي، چې اوسمهال د تورخم د لارې د پرانېستلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي.
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له پاکستان سره د ۸۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه – ورکړه شوې، چې تر ټولو ډېره راکړه – ورکړه د تورخم بندر له لارې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس