معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تېر کال په پرتله د کابل ښار د هوا ککړتیا کچه کمه ده

د تېر کال په پرتله د کابل ښار د هوا ککړتیا کچه کمه ده

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین د تېر کال په پرتله په کابل ښار کې د هوا ککړتیا د کچې له کموالي خبر ورکړی.

د خبر پر بنسټ، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو ويلي، چې په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا کچه د تېرو کلونو په پرتله په هر متر مکعب کې له ۵ سوه ملي مایکرونو ۲ سوه ملي مایکرونو ته راکمه شوې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د چاپېریال د ککړتیا د تنظیم او کنټرول مسؤول وايي، د هوا د ککړتیا د زیاتوالي له امله د ځینو پروژو ځنډېدل منفي اغېزې پرېباسي او د دې ننګونې د له‌ منځه وړلو لپاره باید د چاپېریال ساتنې مسله د سرپرست حکومت په لومړیتوبونو کې ځای شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس