کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل امنیې قومندانۍ ویلي، چې د تېرو دوو میاشتو پرمهال پلازمېنه کې ۱۴ کسانو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د ګازو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي، دغه کسان د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.
بل لور د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د لرګیو د لوړې بیې او د برېښنا د نشتوالي له امله د خپلو کورونو د تودولو لپاره ډېری وخت له ګازي بخاریو کار اخلي، چې دا مسأله د یو شمېر کسانو د مړینې لامل کیږي.
د ژمي په رارسېدو سره د کابل ډېری اوسېدونکي په تېره بیا هغه خلک چې په اپارتمانونو کې ژوند کوي، د خپلو کورونو د تودولو لپاره د برېښنا په نشتوالي کې تر ډېره له ګازي بخاریو کار اخلي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/