معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د جاپان پخواني سفیر افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځيو خلاصون غوښتنه کړې

د جاپان پخواني سفیر افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځيو خلاصون غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د جاپان پخواني سفیر تاکاشي اوکادا له سرپرست حکومته غوښتي، چې ژر تر ژره دې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
هغه دغه راز د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د یونیسف په همکارۍ د ۱۶۰ ښوونځیو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
په افغانستان کې د جاپان مخکیني سفیر ویلي، چې که د افغانستان اوسني چارواکي د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د غوښتنو پربنسټ حکومتولي وکړي، له نړیوالې ټولنې سره به د افغانستان اړیکې لا زیاتې او پراخې شي.
تاکاشي اوکادا، ټینګار کړی چې سرپرست حکومت باید د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ غوښتنو ته پام وکړي.
افغان لوري بیا ویلي، چې هڅه کوي دغې ستونزې ته یوه مناسبه حل لاره پیدا کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس