معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د جرمونو نړیوالې محکمې څخه افغانستان کې تېرو جرمونو د څېړلو غوښتنه شوې

د جرمونو نړیوالې محکمې څخه افغانستان کې تېرو جرمونو د څېړلو غوښتنه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۶  نېټه):

د راپورونو له مخې د بښني نړیوال سازمان د جرمونو نړیوالې محکمې په کلنۍ غونډې کې وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې دې د ترسره شویو جرمونو څېړنې ته لومړیتوب ورکړي.

د راپور پر بنسټ، د بښني د نړیوال سازمان د جنوبي آسیا د برخې مسوول سمریتي سنګ ویلي، په افغانستان کې له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې د جرمونو پر وړاندې له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ دود شوی دی او پروسږکال چې کله د جرمونو نړیوالې محکمې په دې برخه کې د تحقیقاتو د بیا پيلیدو خبر ورکړ، هیلې پيدا شوې چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې به عدالت تامین شي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې کلنۍ غونډه د تېرې دوشنبې ورځ په نیویارک کې پيل شوه، چې د ډسمبر تر څوارلسمې به روانه وي

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس