معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د جلال آباد ښاروالۍ له لوري زاړۀ ښار کې د ماسټر پلان پلي کېدو چارې په چټکې سره روانې دي

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري زاړۀ ښار کې د ماسټر پلان پلي کېدو چارې په چټکې سره روانې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جلال آباد ښاروالۍ مسوولین وایي، د ماسټر پلان له مخې د جلال آباد زاړۀ ښار سیمه یوه سوداګریزه ساحه ده، چې له څو لسیزو را هیسې په کې خپلسرې آبادۍ شوې وې.
د خبر پر بنسټ اوس د جلال آباد ښاروالۍ دغه ساحه کې خپلسرې آباد ړنګې او د ماسټر پلان د تطبیق پۀ موخه یې له ټرافیکو مدیریت څخه تر اطلاعاتو کلتور ریاست پورې د ۱۴ متره سور او شاوخوا ۵ سوو مترو پۀ اوږدوالي سره دغه لاره د تګ_راتګ پرمخ خلاصه کړه.
د مسوولینو په وینا یاده لار به ډېر ژر د ښاروالۍ له لوري پۀ پاخۀ او اساسي ډول ورغول شي.
د جلال آباد ښار اوسېدونکي له دغو بیارغونو چارو د ترسره کېدو هرکلی کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د ښار په ټولو ناحیو کې د غصب شویو ملکیتونو د بیا راګرځولو عملي چارې پۀ چټکۍ سره روانې دي.
مسوولین وایي، د ماسټر پلان لۀ مخې به د ښار د پراختیا او انکشاف لپاره خپلو ګړندیو چارو ته دوام ورکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس