معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د جوزجان – فاریاب پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اتو تنو ژوند بایللی

د جوزجان – فاریاب پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اتو تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جوزجان – فاریاب د لویې لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د څلورو ماشومانو په ګډون اتو تنو ژوند بایللی دی.

د جوزجان د ترافیکو مدیر ویلي، دغه پېښه تېر مازیګر شاوخوا شپږ نیمې بجې د دغې لویې لارې د خواجه دوکوه ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د یوه رونیکس ډوله موټر او ټانګر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د روغتیایي مسوولینو په وینا د پېښې له امله مړه شوي کسان د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دې وروستیو کې د ترافیکي پېښو ډېرښت له امله ولسي وګړي سخت اندېښمن شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس