معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د حاکم نظام مشرتابه خپلو قاضیانو ته د حد جاري کېدو او قصاص پلي کولو حکم کړی

د حاکم نظام مشرتابه خپلو قاضیانو ته د حد جاري کېدو او قصاص پلي کولو حکم کړی

دوشنبه، د لړم ۲۳مه
کابل/ګهیځ: په افغانستان کې د حاکم نظام مشرتابه ملا هبت الله اخوند زاده خپلو قاضیانو ته پر هغو کسانو د حد جاري کولو او قصاصولو حکم کړی، چې ټول شریعي شرایط یې پوره کړي وي.
د کندهار ولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شیخ هبت الله دا څرګندونې کندهار ولایت کې له یو شمېر علماوو، قاضیانو او د محکمو له رییسانو سره دلیدنې پر مهال کړې دي.
د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپل ټویټر لیکلي، چې نوموړي په یوه غونډه کې قاضیانو ته ویلي “دا د شریعت حکم او د ده امر دی، چې عملي کول یې واجب دي.”
ملا هبت الله ویلي، د غلو، انسان تښتونکو او فتنه‌ګرو دوسیې دې په ښه ډول وڅېړل شي او هغه کسان چې د حد او قصاص شرایط یې پوره شوي وي، باید قصاص او حد پرې جاري شي.
دا نه ده واضحه شوې، چې له فتنه ګرو د دوی موخه څوک او کومو فتنو ته لمن وهونکي یاد شوي دي.
د سرپرست حکومت ویاندویان په دې وروستیو کې د بېلابېلو برخو چارواکو سره د خپل مشر د لیدنو خبر ورکوي او په ښکاره دا ناستې کندهار کې د ملا هبت الله اخوند زاده د اوسېدو په اصلي مرکز کې کیږي.
که څه هم دوی وخت نا وخت نوموړي ته منسوب غږونه خپاره کړي، خو تر اوسه د دغو ناستو کوم انځور یا ویډیو نه ده خپره شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس