کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوې خبرتیا کې ویلي، چې ټاکل شوې د روانې سلواغې میاشتې له ۱۶مې تر ۳۰مې د حج لپاره د افغان کډوالو نوملیکنه پیل شي.
په دې خبرتیا کې راغلي، هغه افغان کډوال چې له ایران او پاکستان پرته په نورو هېوادونو کې مېشت دي او غواړي د روان کال د حج په مراسمو کې برخه واخلي، کولای شي چې د وزارت له ویبپاڼې څخه اړوند فورم ترلاسه کړي.
د وزارت چارواکو ویلي، د نوملیکنې پروسه به په شفاف ډول ترسره شي او ټولو هغو افغانانو ته به د اسانتیاوو برابرولو هڅه وشي، چې د حج فریضې ترسراوي اراده لري.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/