کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لبنان حـ.ـزب الله او اسراییل خپلو کې د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب د اوربند هوکړې ته رسېدلي.
دغه هوکړه د لبنان په وخت له نن چهارشنبې سهار څلورو بجو څخه عملي شوه.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د کابینې له تصویب وروسته دغه اوربند اسراییلو ته د حـ.مــاس پر وړاندې د فشار زیاتولو او پوځ بیا تجهیز لپاره وخت برابروي.
د دې هوکړې جزیات په بشپړه توګه نه دي خپاره شوي، خو ځینې راپورونه وایي چې د حـ ـزب الله ځواکونه د لبنان جنوب کې د لیطاني رود له شاوخوا سیمو شا ته شوي دي.
په دې هوکړه کې پرېکړه شوې چې دواړه لوري به له یرغلیزو عملیاتو ډډه کوي او اسراییل به لبنان کې نور اهداف نه په نښه کوي.
ویل کیږي، چې دا اوربند به ۶۰ ورځې دوام وکړي، خو د سیمې شنونکي په دې باور دي چې د اشغالګرو اسراییلو هڅې د حـ.مــاس جهادي غورځنګ په کمزوري کولو کې بریالۍ نه دي.
د غزې پر وړاندې د یو کلن یرغل او تاریخي جنایتونو سره – سره د اسراییلو د تونلونو د له منځه وړلو هڅې هم بې اغېزې ګڼل کیږي.
بل لور غزه کې حمـ ـاس ویلي، په پوره توان یې اسراییلي پوځیان په نښه کړي او خپلې دغې مبارزې ته به لا تقویت ورکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/