معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د حمـ ـاس یوه چارواکي دوحه کې شوې خبرې د امریکایي لوري فرېب وباله

د حمـ ـاس یوه چارواکي دوحه کې شوې خبرې د امریکایي لوري فرېب وباله

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حمـ ـاس یوه چارواکي سمیع ابو زهري له لخوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې نیوکه کړې، چې د غزې د اوربند موافقې ته د رسېدو لپاره امریکا د ترسره کېدونکو ټولو هڅو مخه نیسي.

د خبرپاڼې له مخې اسراییل او امریکا د اوربند د موافقې د نهايي کولو لپاره د ټولو هڅو پر وړاندې خنډ جوړوي.

خبرپاڼه کې نوموړي ویلي، چې اسراییل لا له وړاندې شویو تړونونو او مادو ته ژمنه نه ده پاتې شوې او ترې په شا شوی دی.

د نوموړي په خبره، واشنګټن هڅه کوي چې په سیمه کې د اسراییل پر ضد د هر ډول اقدام مخه ونیسي.

خبرپاڼه کې د اوربند  موافقې ته د رسېدو احتمال یو فرېب بلل شوی او اندېښنه څرګنده شوې، چې دوی د یوه ریښتیني تړون یا خبرو اترو سره نه؛ بلکې د امریکا د غوښتنو د پلي کېدو سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې د هالنډ په پلازمېنه امستردام کې سلګونه لاریونوالو په غزه کې د اسراییلو د روانو پوځي عملیاتو پر ضد پراخ لاریونونه وکړل.

دوی پر حکومت نیوکه وکړه چې د اسراییلو د کړنو پر وړاندې یې تر اوسه غږ نه دی پورته کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس