معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د حکومت د امیر په امر یو شمېر دولتي ادارو کې نوي کسان په دندو ګمارل شوي

د حکومت د امیر په امر یو شمېر دولتي ادارو کې نوي کسان په دندو ګمارل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت ویاند ویلي، چې د حکومت د امیر د فرمان پر اساس یو شمېر کسان په دولتي ادارو کې په نویو دندو ګمارل شوي.

د خبر پر بنسټ دغو ټاکنو کې مولوي محمد علي جان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او همغږۍ معین، ملا عبدالخالق عابد د پکتیکا د والي، قاري زین العابدین د نورستان د والي او مولوي شېراحمد حقاني د لغمان د والي په توګه ټاکل شوي دي.

نوموړي همدراز ویلي، چې مولوي عنایت الله شجاع د ارزګان د والي، مولوي محمد انور د لوګر د مرستیال والي او مولوي فیض الله جمال د خوست ولایت د پوهنې د رییس په توګه ګمارل شوي دي

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس