معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خصوصي پوهنتونونو ټولنې د روانو تحصیلي بندیزونو له امله د خپل سخت راتلونکی خبرداری ورکړ

د خصوصي پوهنتونونو ټولنې د روانو تحصیلي بندیزونو له امله د خپل سخت راتلونکی خبرداری ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنې ویلي، د سرپراست افغان حکومت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د بندېز له امله د خصوصي پوهنتونونو کابو ۶ زره کارکوونکي له دندو ګوښه شوي او نږدې ۴۰ پوهنتونونه د تړل کېدو پړاو ته نږدې شوي.
دغې ټولنې زیاته کړې، د سرپرست افغان حکومت له لوري پر ښځینه وو د پوهنتوني زده کړو تر بندیز وروسته تر ۷۰ زرو پورې ښځینه محصلانې له زده کړو محرومې شوي دي.
د یادې ټولنې مطبوعاتي مسوولینو ویلي، که چېرې د خصوصي پوهنتونونو او تحصيلي بنسټونو پر وړاندې ستونزې دوام وکړي، د افغانستان شل کلنې تحصیلي لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي.
د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعاليت کوي.
دغه ټولنه وايي په دغو تعليمي ادارو کې شاوخوا یو لکو او ۳۰ زره هلکانو او ۷۰ زره نجونو زده کړې ترسره کولې او د دې ترڅنګ په دغو تعليمي ادارو کې د علمي کدرونو په ګډون شاوخوا شل زره تنو ته د دندو زمینه برابره شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس