معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوست امنيه قوماندانۍ وايي، د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نيولي

د خوست امنيه قوماندانۍ وايي، د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نيولي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۹ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست امنيه قوماندانۍ اړوند د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې منسوبینو له لوري د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د یو لړ ځانګړو تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې پنځه میله کلاشنکوف، دوه میله پیکا، یو میل راکټ، پنځه میله توپنچې، سلګونه پیره د کلاشنکوف او پیکا مرمۍ، څلور دانې د راکټ مرمۍ او د څلور د هاوان مرمیو ترڅنګ نور ګڼ شمېر نظامي وسايل نیولي دي.
د دغې قومندانۍ د ترورزم مدیر د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال خپلو خبرو کې ویلي، یاد عملیات یې د دوو میاشتو په موده کې د خوست اړوند تڼیو، دوه منده او مندوزيو ولسوالیو اړوند سیمو کې ترسره کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې د دغو اسلحو په تړاو يې اته لس کسان هم نیولي دي، چې دوسیې به یې د څېړنو له بشپړېدو وروسته اړونده ارګانونو ته وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس