کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست د روغتیاپالانو ټولنې اعلان کړی، چې تر دې وروسته به د دې ولایت ښوونکو د معاینې فیس نه اخلي.
د یادې ټولنې مسوولین وایي، هڅه کوي چې ښوونکو ته نه یوازې وړیا معاینې، بلکې د درملو او نورو روغتیايي خدمتونو وړیا زمینه هم برابره کړي.
په همدې تړاو د خوست ښوونکي د روغتیاپالانو ټولنې دا پرېکړه یو اغېزناک او مثبت ګام ګڼي او د هېواد په نورو سیمو کې هم د ورته اقداماتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/