معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوست ولسونو د ولور پر کمولو هوکړه کړې

د خوست ولسونو د ولور پر کمولو هوکړه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۷ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د خوست د تریزو او علیشېرو ولسوالۍ اړوند د تریزیو سیمې قومي مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو پرېکړه کړې، چې تر دې وروسته به د نجلۍ ولور ۲۵۰ زره افغانۍ وي.

دوی د دغې پرېکړې عملي پيل د سیمې د یو ځوان او پېغلې په شرعي نکاح سره وکړ، چې ولور یې ۲۵۰ زره افغانۍ ټاکل شوی و.

دوی ویلي، چې نجلۍ ته به د یادو روپیو ترڅنګ درې تولې عربي زر هم ورکوي.

د تریزیو سیمې مشرانو ویلي، د دوی په سيمه کې هم د نورو قومونو په څېر د خور او لور ولور تر يو ميليون افغانيو پورې و، چې زیات شمېر خلکو ورته زړه نه شو ښه کولی.

په خوست کې تر دې وړاندې هم ځینو نورو سیمو کې د کم ولور تړونونه شوي وو، خو د وخت په تېریدو سره بېرته له پامه غورځول شوي او اوس هم له خلکو سره د دغو تړونونو د نه عملي کېدو اندېښنه موجوده ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس