معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې کمښت له امله ۸ میلیونه افغانان د مرستو له لېسته باسي

د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې کمښت له امله ۸ میلیونه افغانان د مرستو له لېسته باسي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP ويلي، دوی د بودیجې کموالي له امله اړ شوي چې د خپلو مرستو له لېسته ۸ میلیونه افغانان وباسي.
افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند ویلي، چې WFP د روان زېږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ د مې تر پایه په پنځه میاشتنۍ کې څه باندې ۱۶ میلیونونه افغانانو ته مرستې رسولي، چې په هغو کې ۳۴۰ زره ټنه خوراکي توکي او د کابو ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نغدو پیسو وېش شاملیږي.
د نوموړي په وینا، د دې لپاره چې د راتلونکي ژمي تر پایه پورې د مرستو په برخه کې خپلو پلان شویو پروګرامونو ته دوام ورکړای شي او د افغانستان په ټولو برخو کې اړو کسانو ته خوراکي مرستې ورسولی شي، یو میلیارد ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس