معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوړو نړیوال پروګرام راتلونکو اتو میاشتو کې د ۱۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره د ۸ سوه میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه

د خوړو نړیوال پروګرام راتلونکو اتو میاشتو کې د ۱۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره د ۸ سوه میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۷ مه نېټه):
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په راروانه اپرېل میاشت کې د افغانستان شاوخوا ۱۳ میلیونه اړمنو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ورته سمدستي ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د دوی په خبره راتلونکو شپږو میاشتو کې بیا اړمنو کورنیو ته د رسېدو لپاره ۸ سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د دې بسپنې غوښتنه یادې ادارې په یوه بیان کې چې پرون په ژنیو کې د ملګرو ملتونو دفتر خپور کړ، کړې ده.
دې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې کورنۍ د زیاتېدونکې لوږې په ګډون له پرلپسې ستونزو سره لاس ګرېوان دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې نږدې شل میلیونه افغانان نه پوهېږي چې بل څاښت خواړه به له کومې لارې ترلاسه کوي او شپږ میلیونه کسان بیا له قحطۍ څخه یوازې یو ګام فاصله کې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس