کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، چې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه ډېر وګړي په شدید ډول د خوړو خوندیتوب نه لري او ۲.۸ میلیونه کسان د لوږې د بېړنۍ کچې له وضعیت سره مخ دي.
د (WFP) مسوولینو ویلي، چې پر سختو اقتصادي او بشري بحرانونو سربېره، ټولنې د سختې هوا له امله هم ځپلې شوي، چې هر کال سخته هوا ټول هېواد کې پر میلیونونو افغانانو ویجاړونکي اغېزه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې ۹۱۸ میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري، څو وکولای شي د راتلونکو شپږو میاشتو پرمهال افغانستان کې خپل فعالیت سرته ورسوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/