کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر یوې امنیتي پوستې برید شوی.
د خبر پر بنسټ په برید کې لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د ځایي سرچینو په وینا، برید د موټر سایکل سپرو کسانو لخوا شوی، چې تر برید وروسته د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.
تر دې دمه د دې برید مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
د چارواکو په وینا د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/