معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خېبر پښتونخوا په کورمه کې د دوو ډلو ترمنځ شخړو کې ۳۰ کسان وژل شوي

د خېبر پښتونخوا په کورمه کې د دوو ډلو ترمنځ شخړو کې ۳۰ کسان وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستانۍ رسنیو د خپلو ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په کورمه کې د فرقه ییزو شخړو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر یو نیم سلو ډېر نور ټپیان دي.

دا شخړه پنځه ورځې وړاندې د سنیانو او شیعه ګانو د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې ملکیت پر سر پیل شوه، چې وروسته یې فرقه یي بڼه خپله کړه.

د ځایي چارواکو په وینا تر اوسه د دې شخړې د مخنیوي لپاره حکومتي هڅې او د ځايي مخورو جرګې ناکامه شوې دي.

د رسنیو په وینا ځايي مسوولینو د تاوتریخوالي کمولو په موخه په بګن نومې سیمه کې کورمې ته غځېدلې لویه لار تړلې او په سیمه کې انټرنیټي خدمتونه هم غیرفعال شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو بیا اندېښنه څرګنده کړې، چې که دا لار همداسې تړلې پاتې شي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به سیمه د دارو – درملو او خوړو له جدي کمښت سره مخامخ شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس