معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو استازي بلل شوي

د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو استازي بلل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ويلي، چې د دوحې درېیمه غونډه به د افغانستان په اړه د نړیوال تعامل د لا ښه همغږي او منظم ډول وړاندې کولو په موخه جوړه شي.

دوجاریک په یوه خبري غونډه کې ویلي، دا غونډه د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو او د سرپرست حکومت د چارواکو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابروي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند زیاته کړې، چې په دې غونډه کې شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د سټیفان دوجاریک په وینا، د جولای په دوهمه به د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزماري ډی کارلو او د هېوادونو ځانګړي استازي د بشري حقونو د سازمانونو او د ښځو د حقونو د مدافعینو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره وګوري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس