معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د دوشي – بامیانو پر سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې

د دوشي – بامیانو پر سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې لومړۍ نېټه):
د راپورونو له مخې د بغلان د ټولګټو چارو ریاست، له دوشي څخه تر بامیانو پورې پر غځېدلي سړک چې د سالنګ بدیله لاره بلل کيږي، پرې د قیر اچولو چارې پيل کړې.
د بغلان د ټولګټو رییس ويلي، د سیمه ییزو او مرکزي چارواکو د لارښوونې له مخې، څو ورځې مخکې د بامیانو له دوشي څخه تر حدبخشي پورې د عامه سړک د جغل اچونې او هوارولو چارې د یاد وزارت له خوا پیل شوي او په چټکۍ سره دوام لري.
د نوموړي په خبره دغه سړک ۷۶ کیلو متره دی، چې څه ناڅه ۶۰ کیلومتره یې جغل اچونې او هوارولو ته اړتیا لري.
د یادونې وړ ده چې یاده لار د سالنګ بدیله لاره بلل کیږي چې اوس مهال پرې مسافر تګ – راتګ کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس