معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د دوه مخي سیاست پایله؛ آیا پاکستان د ټوټه کېدو په درشل کې دی؟

د دوه مخي سیاست پایله؛ آیا پاکستان د ټوټه کېدو په درشل کې دی؟

پاکستان د حکومت او قومونو ترمنځ فاصله په تېرو څو لسیزو کې په پرلپسې ډول زیاته شوې ده، د پاکستاني حکومت له خوا د مېشتو قومونو مشروع غوښتنو ته نه پاملرنه او د هغوی د حقونو ته نه پاملرنه د دې کشالې سرچینه ده. دغه راز د شته قومونو ترمنځ هم نارضایتي او نا خوښي زیاته شوې ده.

بلوڅ پر سندهي او پښتون پر پنجابي بې باوره شوي دي او په ټوله کې د حکومت او قومونو ترمنځ واټن او بیا په خپله د قومونو ترمنځ دا فاصله د داخلي اختلافاتو او بېلتون پالو تحریکونو د زیاتوالي او پیاوړتیا سبب شوې ده.

پاکستان کې دغه روان وضعیت د هغې اوږدې او ژورې ستونزې څرګندونه کوي، چې له اوږدې مودې راهیسې په سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو کې د پاکستاني حکومت د چارواکو له خوا رامنځته شوې ده، هلته د مېشتو پښتنو لویې برخې له وسله والو بېلتون پالو سره خواخوږي لري او د ملک د واګو ترلاسه کولو لپاره وسله واله مبارزه کوي. په پلازمېنې او نورو مهمو ښارونو کې نور زرګونه پښتانه د پښتون ژغورنې غورځنګ یا PTM په نوم سیاسي مبارزه کوي او دغه دواړه لوی تحریکونه او یو شمېر سیاسي شنونکي په سرحد او بلوچستان ایالتونو او پښتون مېشتو سیمو کې د ټولو ترهګریو تر شاه د همدې پاکستاني واکدارانو لاسونه ګڼي او  تل دا شعار زمزمه کوي چې وایي: د دې دهشتګردۍ او تروریزم تر شاه دپوځي یونیفوورم اغوستونکو( پوځ) لاس دی.

بلوڅانو بیا په زغرده د خپلې سیمې د خپلواکۍ لپاره نظامي پاڅون پیل کړی، د اسلام آباد چارواکو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی پر خاوره یې قدم کېږدي، د رسنیزو راپورونو له مخې په یوه تازه اقدام کې په بلوچستان کې په یو لړ بریدونو کې ۳۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي چې د پنجاب ایالت پر لور روان وو او اټکل کېږي چې د ( پنجاب) اوسېدونکي به وو.

دا پداسې حال کې ده چې پدې شپو ورځو کې د بلوڅانو زرګونه نور کسان په سیاسي برخه کې د یوې مېرمنې په مشرۍ په اسلام آباد او نورو مهمو ښارونو کې احتجاجونه او پرلتونه کوي، څو د پاکستان پر حکومت سیاسي فشار زیات کړي، بل خوا د سند ایالت اوسېدونکي هم له خپلو حقه حقونو بې برخې ساتل شوي او د پنجاب وګړي بیا فکر کوي چې له هڅو او زیارونو یې نور خلک ګټې پورته کوي.

دا پداسې حال کې ده چې هلته د قدرت او واک پر سر نور سیاسي کشمکشونه هم زیات شوي او ورځ تر بلې لا نور زیاتیږي. په داسې حال کې چې د دې هېواد اقتصاد ورځ تر بلې د ځوړ او خرابېدو خواته په سرعت روان دی او د دې ټولو سره سره پر ولسونو د ټکسونو فشار او د بیو ګراني هم په اوج کې ده.

دې مسایلو نه یوازې د پاکستان داخلي امنیت ته ستر ګواښ پیدا کړی؛ بلکې د پاکستان د سیاسي ثبات او آن جغرافیایي جوړښت په تړاو یې هم ژورې اندېښنې راپورته کړې دي چې دا حالت په تېرو نژدي څلورو لسیزو کې پدې ملک کې سابقه نه لري، خو ورسره د خپلو قومي ستونزو د حل پر ځای، هلته د پنجاب مرکزیت په داسې حال کې لا ټینګ شوی چې د بلوڅ، پښتون او سندهي قومونو مشروع غوښتنې او اندېښنې نالیدلي ګڼل شوې دي.

دغه داخلي ناورین نه یوازې قومي اختلافات ژور کړي؛ بلکې د بېلتون پالو تحریکونو د رامنځته کېدو سبب هم شوی دی، چې اوس یې د دغه هېواد یووالی له ستر ګواښ سره مخ کړی، بل اړخ ته په نړیواله کچه پاکستان د خپل دوه مخي سیاست له لارې د باور وړ یوه هېواد په توګه خپل اعتبار له لاسه ورکړی. له یوې خوا یې د سیمې له هېوادونو سره د سولې او همکارۍ ناره اوچته کړې، خو په بل اړخ کې یې د ترهګرۍ ملاتړ او د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه تر سره کړې.

د دې ناسمې تګلارې له امله پاکستان له خپلو ګاونډیو په ځانګړي ډول له افغانستان او هند سره په ترینګلو اړیکو کې ګیر دی. دې چارې په نړیوال ډګر کې د پاکستان منزوي کېدو ته لا زیاته زمینه برابره کړې، نړیواله ټولنه اوس د دې هېواد پر دوه مخي سیاست او په سیمه کې د دوی پر ورانکارو هڅو ښه پوهه شوې ده او د دوی دغه ناسم سیاست په کور د ننه هم د قومونو ترمنځ تجزیې او جدایۍ ته لاره هواره کړې او له پاکستانه بهر یې د سیمې په کچه یې هم ناورین لا پسې زیات کړی دی.

دې ټولو ته په پاملرنې سره که چېرې پاکستان د خپل هېواد دننه د قومونو ترمنځ د عدالت او یووالي د رامنځته کولو او د سیمې او ګاونډ له هېوادو سره د سوله ییزو او مثبتو اړیکو په ټینګښت کې رښتینې اراده ونه کړي، نو نه یوازې به یې د تجزیې خطر زیات شي؛ بلکې د نړیوالې ټولنې له خوا به هم لا نور منزوي شي. “والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس